د رییسالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادرپه کابل کې د «پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ» کنفرانس کې ویلي، افغانستان د لویو، منځنیو او کوچنیو پانګونو پراخ ظرفیت لري او د اوبو، باد او لمر له سرچینو د برېښنا تولید کولی شي چې هېواد پر ځان بسیا کړي او د انرژۍ د صادراتو توان پیدا کړي. هغه پر نړۍوالو او مالي بنسټونو غږ وکړ چې پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه پایته ورسوي، ځکه دا محدودیتونه د بهرنیو پانګونو پر بهیر منفي اغېز لري. په کنفرانس کې د سیمې د هېوادونو د انرژۍ وزیران، نړۍوال بانک استازو، اسیایي پراختیايي بانک استازو، د ملګرو ملتونو ادارې، سفارتونه او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی دی.








