د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو ښوونځیو د بیا رغونې او انتقالي صنفونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د یاد ولایت د پوهنې رییس حمیدالله ارشاد د پوهې اهمیت ته په اشارې سره وویل، چې یادې پروژې د زده کونکو لپاره د سالم تعلیمي چاپیریال د برابرولو په برخه کې مهم ګام دی. نوموړي زیاته کړه، چې د ان آر سي دفتر د فاریاب د پوهنې ریاست په همغږۍ سږکال د ۲۲ ښوونځیو د بیا رغولو چارې پیل کړي او له دې جملې څخه د ۸ ښوونخيو د بیا رغولو چارې بشپړې، په ۶ نورو ښونځيو کار روان دی او د ۸ نورو ښوونځيو تخنیکي سروې بشپړې شوې دي.







