د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روانې سپټمبر میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه د ۲۰۲۶م کال تر سپټمبر ۱۴مې پورې به د روسیې د عادي پاسپورټ لرونکي وکولی شي له ویزې پرته چین ته سفر وکړي. د دې پرېکړې له مخې، روسي وګړي به تر ۳۰ ورځو پورې د سوداګرۍ، ګرځندوی، د خپلوانو د لیدلو او ټرانزیټ لپاره په چین کې پاتې کېدای شي. چین وایي، دا ګام به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي او د ستراتېژیکو همکاریو د پراختیا لپاره به زمینه برابره کړي.








