د سرپل ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په سرپل کې د بلخاب د ډبرو سکرو د کان مسلکي استخراج او نښلوونکو سړکونو پرانیسته کړې ده. د یاد کان د پرانیستغونډې پر مهال ملا برادر ټینګار کړی، چې افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه غني هېواد دی او باید د دغو زېرمو د پروسس او تولید لپاره په هېواد دننه فابریکې جوړې شي، څو کاري فرصتونه رامنځته او صنعت پیاوړی شي.








