د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي اې) ویلي، چې د دغه بنسټ کلینیک په نیمروز کې له ایرانه راستنو شویو افغان مېرمنو او نجونو ته ژوند ژغورونکي خدمات وړاندې کوي. یاد سازمان په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ورځې څه باندې ۸۰ مېرمنې د دغه کلینیک له خدماتو برخمنېږي. د راپور له مخې دغه مرکز کې له ایرانه راستنو شویو مېرمنو ته د زېږون پاملرنې، واکسیناسیون او لومړنۍ درملنه وړاندې کېږي. راپور زیاتوي چې راستنېدونکي چې درملنې ته اړتیا لري د معاینې خونو او هغه مېندې چې زېږون کوي ځانګړي زېږنتون ته لېږدول کېږي. نوموړي سازمان زیاته کړې چې د نیمروز له کلینیک څخه بریتانیا ملاتړ کوي او موخه یې راستنو شویو ته د بېړنيو روغتیايي خدماتو وړاندې کول دي.







