د بغلان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارو پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د یادې شبکې د جوړولو چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. سرچینې زیاته کړې په یاده شبکه کې د ۱۶۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۲۰ متره مکعب اوبو په وړتیا د ېوې زېرمې جوړول، د ۶ زره متره په اوږدوالی د پایپ غځول او د ۹۹ شیردهنونو نصبول شامل دي، چې د چارو په بهیر کې به یې لسګونو کسانو د کارزمینه برابره او د یاد کلي ۱۹۴ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.







