په سمنګانو ولایت کې د ۱۸ میلیونه ۴۱۹ زره ۸۹۱ افغانیو په لګښت د دوه سړکونو د پخولو چارې پیل شوې دي. د سمنګانو ولایت ښاروال محمد فیروز فاروقي ویلي، چې په دغو پروژو کې د ۵۶۰ متره په اوږدوالي او ۷ متره سور د ولایت مقام سړک د قیرکولو او همدارنګه د ۹۱۰ متره په اوږدوالي او ۱۰ متره سور سره د علماو شورا د استیناف محکمې او د جهادیه مدرسې سړک د کانکرېټ کولو چارې شاملې دي. د نوموړي په وینا، د یادو سړکونو د پخولو ترڅنګ د ویالو او پلچکونو جوړول هم شامل دي، چې چارې به یې د ۵ او ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي او ورسره به د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.







