د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې پرون په مرمرینه ماڼۍ کې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک تر منځ د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شو. د مالوماتو له مخې دغه سند د اقتصادي کمېسیون د کاري طرزالعمل د دویمې مادې د پینځمې فقرې پر اساس جوړ شوی، تر څو په قانوني ډول د سوداګریزو بانکونو د ونډې اخیستو له لارې د ټولګټو پروژو تمویل ته زمینه برابره شي. د دې سند موخې په ټولګټو پروژو کې د ونډې اخیستو او د دې پروژو د تمویل لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د هېواد په دننه کې د سوداګریزو بانکونو لپاره د پانګونې فرصتونو برابرول او د سوداګریزو بانکونو د عوایدو د زیاتوالي لپاره د زمینې برابرول دي. د افغانستان بانک به د ټولګټو پروژو په تمویل او تطبیق کې سوداګریز بانکونه ونډې اخیستو ته هڅوي.








