د اقتصاد وزیر، دین محمد حنیف، له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې له جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو غوښتنه کړې چې ا.ا په رسمیت وپېژني او له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړي. نوموړي د رسمیت پېژندنې سیاسي او اقتصادي اهمیت ته په اشارې، له جاپاني شرکتونو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. حنیف ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته هېڅ ډول ګواښ نشته او د ده په وینا، اړینه ده چې دیني ارزښتونو ته درناوی وشي.








