قطر کې د افغانستان سفیر د دغه هېواد د سرې میاشتې ټولنې له رییس فیصل محمد العمادي سره د افغاني او قطري سرې میاشتو ټولنو ترمنځ پر همکاریو خبرې کړې دي. دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې لهمخې، دواړه لوري افغانستان ته پر سوري زړه ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په موخه د قطري ډاکټرانو پر استولو، افغان ډاکټرانو ته د سوري زړه ناروغۍ په برخه کې د وړتیا لوړولو پروګرامونو پر جوړولو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه د درملنې روغتون د بیارغونې پر برخه کې پر همکاریو خبرې کړې دي. د خبرپاڼې لهمخې، د قطر د سرې میاشتې ټولنې رییس یادو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.







