د هرات سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د ا.ا او د میرویس عزیزي شرکت ترمنځ د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید ستره پروژه له هرات څخه پیلېږي. د هرات ولایت مقام په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د یادې پروژې په لړ کې د ۸۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدي چارې په هرات کې رسماً پیل شوې دي. په اعلامیه کې د پروژې په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې د هرات والي، د میرویس عزیزي شرکت استازو او د اوبو او برېښنا وزارت پلاوي ترمنځ په دې تړاو ناسته هم ترسره شوې ده.







