د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې له یکشنبې وروسته به د غزې اوسېدونکو ته خېمې او د استوګنې نور توکي ورکړي، څو هغوی وکولای شي له جګړهیزو سیمو څخه د غزې جنوبي برخو ته انتقال شي. د اسراییلو لومړي وزیر ویلي، مخکې له پوځي عملیاتو به هڅه وشي چې ملکي وګړي خوندي ځایونو ته ولېږدول شي. ملګرو ملتونو دغه اقدام ستایلی، خو خبرداری یې ورکړی چې دا لېږد به د خلکو ستونزې لا پسې زیاتې کړي، ځکه د غزې هېڅ برخه په بشپړ ډول خوندي نه ده.








