د برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د هرات د برېښنا ثبات او پیاوړتیا په موخه یې د زارو افغانستان او کابل ملي شرکتونو سره د نږدې ۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت ۳ تړونونه لاسلیک کړي دي. د برېښنا شرکت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغو تړونونو کې د پُل هاشمي او د حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشن جوړل او د درېیو سبسټېشتونو ترمنځ د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزو غځول شامل دي. د برېښنا شرکت مسوولینو ویلي، چې یادې پروژې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي او هرات ولایت به له ډاډمني برېښنا څخه برخمن شي.







