فرانس پریس د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په پاکستان کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۳۴۴ ته پورته شوی دی. د راپور له مخې د ژغورندویه ډلو شاوخوا دوه زره غړي لا هم په تري تم شویو او تر خاورو لاندې شویو کسانو پسې پلټنه کوي. د سړکونو او پلچکونه د ویجاړۍ له کبله د ژغورونکو هڅې هم له خنډ سره مخامخ شوي، خو چارواکو ویلي چې زیانمنو شویو سیمو ته د ژغورنې ټیمونه پلي رسیدلي دي. تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د خیبرپښتونخوا ایالت په بونېر، باجوړو، سوات، شنګله، مینسیره او بټګرام سیمو کې رامنځته شوې ده.








