د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د زر بستریز روغتیايي کمپلیکس د جوړېدو چارې چې له پخوا راهیسې نیمګړې پاتې وې، اوس یې د ملي پراختیا شرکت له لوري چارې بیا پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره په دې ستر روغتیایي کمپلکس کې ۵۴۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې په جوړېدو سره به یې د ختیځ زون ترڅنګ د نورو ولایتونو اوسېدونکو ته هم روغتیایي اسانتیاوې زیاتې شي. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین دغه راز وایي، چې اوس مهال د ننګرهار سیمه ییز روغتون ښه ډاکټران او متخصصین لري، خو د ځای او بستر کمښت ورته ګڼې ستونزې کړې دي. دوی زیاتوي چې دا روغتیايي کمپلکس به هېواد کې دننه په پراخه کچه خلکو ته د معیاري درملنې زمینه برابره کړي.







