په هندي کشمیر کې د سختو ورښتونو له امله ۴۶ تنه مړه شوي او له ۲۰۰څخه زیات لادرکه دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه پرون د کشمیر د کیشټوار ولسوالۍ په چاسوتي ښار کې د مشهور مذهبي زیارت پر لار چې د زیارت کوونکو یوه تمځای دی رامنځته شوې. سېلاب د یوې ټولنیز پخلنځي او د امنیتي پوستې ودانۍ لرې وړې چې د «ماچیل ماتا معبد»پر لاره د زیارت کوونکو لپاره یو تمځای و. چارواکو ویلي،چې د غرمې ډوډۍ لپاره ګڼ زیارت کوونکي راټول شوي وو چې سېلاب پرې راغی.








