په خوست ولایت کې د بدني روزنې او ورزش امریت د والیبال فدراسیون تر چتر لاندې د «اتفاق او د نشه يي توکو پر ضد» تر عنوان لاندې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې. د دغو سیالیو وروستۍ لوبه د للمي منتخب او د جارکلي اسد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د وخت د کمښت او د باران له امله بشپړه نه شوه او دواړه لوبډلې مساوي ګټونکي اعلان شوې. د سیالیو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د سپورټي فعالیتونو وده او د نشه يي توکو پر ضد عامه پوهاوی لوړول بلل شوي دي.







