د راپورونو له مخې داسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي نن دوشنبه اعلان وکړ، چې هېواد یې د فلسطین دولت په رسمیت پېژني. هغه ویلي، چې دغه پرېکړه به په رسمي توګه په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې اعلان شي. نوموړي زیاته کړې، فلسطین ورسره ژمنه کړې، چې په حکومت کې به یې حماس ونډه نهلري، غزه به غیرنظامي کېږي او ټاکنې به ترسره کېږي.








