د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره په ټلیفوني خبرو کې د اسراییلو لخوا د غزې د بشپړ اشغال پلان په کلکه غندلی دی. اردوغان ویلي، چې د اسراییلو لهخوا د غزې بشپړ اشغالول په هېڅ ډول د منلو نه ده. نوموړي ټینګار کړی، چې ترکیه به د فلسطین ترڅنګ ولاړه ودریږي. هغه د فرانسې، بریتانیا او کاناډا له خوا د فلسطین د دولت د احتمالي پېژندنې په اړه څرګندونې ارزښتناکې بللي او زیاته کړې يې ده، چې په لویدیځ کې د اسراییلو پر وړاندې نیوکې زیاتې شوې دي.








