په سپينه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو. ټرمپ ویلي، دواړه هېوادونه به اوس د جګړې پر ځای سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو ته لومړیتوب ورکوي. ټرمپ ویلي، چې امریکا به د اذربایجان سره پر پوځې همکاریو بندیزونه لرې او د دواړو هېوادونو سره به د ټېکنالوژۍ په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا تړونونه هم وکړي. د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د اوږدې شخړې په پایله کې زرګونه کسان وژل شوي او سلګونه زره یې بې کوره شوي دي.








