د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، د سرپرست حکومت له لوري د بهرنیو پانګهوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو له امله د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه ډېره شوې ده. نوموړی وايي، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیه، ایران، متحده عربي امارات او چین هغه هېوادونه دي چې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د پانګونې هوډ لري. اوس مهال په هېواد کې ۲۶۱ کیلومتره د اوسپنې پټلۍ فعاله ده، خو د «افغان – ټرانس» او «کندهار – سپین بولدک» د اوسپنې پټلۍ پروژې د پیلېدو په درشل کې دي، چې ورسره به د افغانستان ستراتیژیک موقعیت نور هم پیاوړی شي او هېواد به د منځنۍ او سویلي اسیا د نښلېدو مهم مرکز وګرځي.







