افغان کرکټ لوبغاړی راشد خان چې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې لا له وړاندې د ډیرو ویکټو اخیستو ریکارډ مات کړی و، اوس یې د ویکټو شمېر ۶۵۱ ته رسېدلی دی. راشد خان د انګلستان د سل توپونو لیګ په لومړۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې په ګټه د ۱۱ منډو په بدل کې ۳ ویکټې واخیستې او اوس د کرېکټ د شل اوریزو لوبو تر ټولو مخکښ د ډېرو ویکټو اخېستونکي ریکارډ له ځان سره لري. په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو ډیرې ۶۵۱ ویکټې راشد خان اخیستې دي او ورپسي د وېسټ انډیز پخوانی لوبغاړی ډواین براوو د ۶۳۱ ویکټو په ترلاسه کولو سره په دویم مقام کې او د سنیل نارین په نوم د وېسټ انډیز ملي لوبډلې بل پخوانی لوبغاړی د ۵۸۹ ویکټو په ترلاسه کولو سره په درېیم مقام دی.







