د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروژو دفتر (یواېناوپياېس) پر خپله اېکس پاڼه اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د پنځو میلیونو ډالرو په ارزښت د کرنې پروژه لاسلیک کړې ده. یاد دفتر ویلي، چې له نړیوال بانک سره یې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبو لګولو شپږ پروژې لاسلیک کړې دي. سرچینې زیاته کړې چې د ۵.۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت دا پروژه به ۵ ولایتونو کې ۶۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي، کرنه به پياوړې کړې او اوبو ته به دوامداره لاسرسی برابر شي. دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي و چې افغانستان د سختې وچکالۍ له کبله له څو اړخیز ناورین سره مخ دی.








