د راپورونو له مخې د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې روغتیايي چارواکو خبر ورکړی، چې په لکي مروت سلیمانخېلو سیمه کې یو پنځه میاشتنی ماشوم پر ګوزڼ اخته شوی دی. له دې سره په روان کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته لوړ شوی. د روغتیايي چارواکو د مالوماتو له مخې؛ له دې ډلې روان کال یوازې ۱۲ مثبتې پېښې په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې دي.








