د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دوو عراقي پانګوالو د دغه وزارت سرپرست ته د برېښنا د تولید لپاره یوه داسې نوې دستګاه معرفي کړه، چې په دې وروستیو کې د هغوی له لورې اختراع شوې او د برېښنا د تولید لپاره سرچینو ته اړتیا نه لري. د دغو عراقیانو په خبره دغه دستګاه د تېلو، ګاز، اوبو او نورو سرچینو له اړتیا پرته برېښنا تولیدوي او دوی غواړي، چې په افغانستان کې له دغې نوې دستګاه څخه په استفادې د انرژۍ پروژو په تولید کې پانګونې وکړي. د خبرپاڼې له مخې، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې کتنه کې له دغه نوښت او په افغانستان کې د انرژۍ پراختیا لپاره د یادو عراقیانو د لېوالتیا هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ، چې دغه وزارت د دې پانګونې لپاره د همکارۍ او اړینو زمینو د برابرولو لپاره چمتو دی.








