د برازیل سترې محکمې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ژایر بولسونارو د کودتا د هڅې په تور نیولی دی. د برازیل مشر قاضي، الېګزاندر دي مورایس، تېره اونۍ د هغه د نیولو امر صادر کړی و، ځکه چې بولسونارو د محکمې له بندیزونو سرغړونه کړې وه او پر هغه شک کېده چې د کودتا پلان یې جوړ کړی دی. د بولسونارو مدافع وکیلانو د هغه نیول ناعادلانه بللي دي. راپورونه وایي، نوموړي د بندیزونو سره سره خپلو پلویانو ته په غیر مستقیم ډول د لاریونونو د دوام پیغامونه ورکړي وو. په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بولسونارو نیول یو سیاسي غچ بللی او خبرداری یې ورکړی، چې پر برازیل به ۵۰ سلنه تعرفې لوړوي.








