د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، چې د هند له خوا له روسیې څخه د تېلو په پېرلو سره د اوکراین پر وړاندې جګړه کې د مالي ملاتړ جاري ساتل ورته د منلو وړ نه دي. خو د فشارونو سربېره هند له روسیې څخه د تېلو اخیستلو ته دوام ورکړی. د امریکا د ولسمشر لوړپوړي مرستیال له روسیې څخه د تېلو د پېرلو له کبله پر هندوستان سختې نیوکې کړي او تور یې لګولی دی چې نوی ډیلي په دې توګه د اوکراین پر وړاندې جګړه کې په غیر مستقیم ډول د روسيې مالي ملاتړ کوي.








