د راپورونو له مخې د یمن په سوېل کې د اېټوپیايي کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله چې ۱۵۴تنه سورلۍ یې لرلې، یوازې پکې ۱۲ تنه ژوندي پاتې دي. د یمن لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان رییس د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي، چې د پېښې له ځایه د ۶۸ کسانو مړي موندل شوي او ۷۴ نور چې لادرکه دي، ښايي خپل ژوند یې له لاسه ورکړی وي. هغه ویلي تر دې دمه یوازې ۱۲کسان له دې پېښې ژغورل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې یمن لا هم د هغو ناقانونه کډوالو د پام وړ د زیاتوالي شاهد دی، چې له افریقا څخه دغه هېواد ته داخلیږي.








