زرګونه اسټرالیایي وګړو په سیډني ښار کې د فلسطینیانو په ملاتړ د لاریونونو پرمهال غزه کې د سولې ټینګښت او یادې تړانګې ته د بېړنیو بشري مرستو د لېږد غوښتنه کړې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سیډني ترڅنګ د اسټرالیا په کلتوري ښار مېلبورن کې هم ورته لاریونونه شوي دي. له فلسطینیانو څخه د نړۍوال ملاتړ پراخېدو سره پر اسراییلو رژیم غزه کې د بریدونو د بندولو او د بشري مرستو د لېږد بهیر د اسانه کولو لپاره ډیپلوماتیک فشار زیات شوی دی.








