تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون اسلاماباد ته رسېدلی څو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي. د راپور له مخې ټاکل شوې ده، چې د دغه سفر په لړ کې د ایران او پاکستان ترمنځ ۱۱ هوکړهلیکونه لاسلیک شي. دواړه هېوادونه به د پاکستان له بېلابېلو ښارونو ایران ته د څلورو مستقیمو الوتنو پر پیل هم هوکړه وکړي. پزشکیان ویلي چې دا سفر یې د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه کړی او ټینګار یې کړی چې د ایران او پاکستان اړیکې تل ژورې، دوستانه او پر ګډو اعتقادي رېښو ولاړې دي. نوموړي د ایران پر اهدافو د امریکا او اسرائیل د وروستیو بریدونو په تړاو د پاکستان دریځ ستایلی او ویلي یې دي چې اسلاماباد په دې اړه اړین ملاتړ څرګند کړی دی.








