د کور او ښار جوړلو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په بلخ او کندهار کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت لابراتوارونو د ودانیو جوړولو تړونونو لاسليک شوي دي. د خبر پاڼې له مخې یاد تړونونه پرون د دغه وزارت د وزیر مولوي نجیب الله حقاني او یوه خصوصي شرکت د مسوولینو ترمنځ لاسلیک شول. خبرپاڼه زیاتوي د دې تړونونو موخه د درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت ارزونې لپاره پرمختللي لابراتوارونه جوړولو په پار د ودانیو جوړول دي. سرچینې زیاته کړې، چې دغه لابراتوارونه به په بلخ او کندهار ولایتونو کې جوړ شي، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د محصولاتو کیفیت کنټرول، ازموینې، څېړنې او ارزونې چارې به پیاوړې کړي او د هېواد د روغتیایي خدماتو کیفیت ته به د پام وړ پرمختګ ورکړي.







