د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې ایران ته له سفره کولو ډډه وکړي. دغه وزارت په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، د ایران اوسنی وضعیت د غیرعادي شکونو، تعقیب او امنیتي محدودیتونو له امله بهرني وګړي، په ځانګړي ډول امریکایان، له جدي خطر سره مخ کولی شي. په اعلامیه کې راغلي، له اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، ایران په شکمن او امنیتمحور حالت کې دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، هغه کسان چې د ایران د سفر نیت لري، باید خپل تصمیم له سره وارزوي.








