وروسته له هغه چې د کاناډا ولسمشر په تازه څرګندونو کې د فلسطین هیواد د رسمیت پېژندلو په اړه ټیګار کړی، په ځواب کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره د کاناډا وروستی ملاتړ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تړون ته رسېدل ستونزمن کړي.ټرمپ دغه څرګندونې داسې کوي، چې د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني اعلان وکړ چې هېواد یې غواړي د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي ۸۰ مه غونډه کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.








