د پنجشېر ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولايت له کانونو څخه تازه استخراج شوي زمرد پلورل شوي دي. د یاد ولایت د والي ویاند سیف الدین لټون رسنیو ته، ویلي چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۳ زره ۳۵۷ قيراطه زمرد د ۳۳۲ زره ۴۵۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي وو.








