د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې غزه په قحطۍ کې راګیره ده او د دې سیمې اوسېدونکي له بېساري بشري ناورین سره مخ دي. ګوټرېش ویلي چې اوسنۍ محدودې مرستې دې بې خنډه پر پراخو مرستو واوړي څو د غزې اوسېدونکو حیاتي اړتیاوې پوره شي. نوموړي د سملاسي او دایمي اوربند ټينګښت، د ټولو یرغملو خوشې کېدو او له قید او شرط پرته بشردوستانه مرستو ته د بشپړ لاسرسي غوښتنه کړې ده.د ملګرو ملتونو سرمنشي ټينګار کړی چې روان وضعیت د نړیوال انسانیت لپاره یوه ازموینه ده او پاتې راتلل پکې د منلو وړ نه دي.








