د ټولګټو چارو وزارت ويلي، چې د کندهار – هرات رېل پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې له څو میاشتو راهیسې روانې دي او تر دې دمه یې ۴۰ سلنه کار بشپړ شوی دی. دغه وزارت ویلي، ټاکل شوې چې پاتې چارې به یې په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې شي. کندهار کې د ټولګټو چاروز وزارت استازي عبدالرحمان مجاهد ویلي، دا پروژه د درېیو کورنیو شرکتونو لهخوا د ۲۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي، چې رغنیز پړاو به یې تر سروې او ډیزاین وروسته پیل شي. یاده رېل پټلۍ چې ۷۳۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د هرات له خواف لارې به له ایران سره نښلول کېږي. د مسوولینو په خبره، دا پروژه به نه یوازې د هېواد صادراتي او وارداتي اسانتیاوې ډېرې کړي، بلکې د افغانستان په ټرانسپورتي نظام کې به یو بنسټیز بدلون راولي.







