د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې د غزې پر وضعیت او د دوو دولتونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د یوه کنفرانس د جوړېدو په تړاو خبرې کړې دي. نوموړي زياته کړې، چې د اسراییل او فلسطيني وګړو لپاره د سولې او امنیت د تضمين په برخه کې باید هر ډول هڅه وشي. مکرون د تېرې پنجشنبې په ورځ ویلي وو، چې په را روانې سپټمبر میاشت کې به د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې په رسمي توګه فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.







