د راپورونو له مخې د امریکا په میشیګن ایالت کې یوه کس ۱۱ تنه د چړې په ګزارونو ټپیان کړي دي. ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، چې پیښه تیره شپه د دغه ایالت د تراورس ښار په یوه سوپر مارکیټ کې شوې او بریدګر د خلکو په مرسته تر نیول کېدو وروسته پولیسو ته سپارل شوی دی. تراوسه د پیښې انګیزه نه ده معلومه او نه هم د بریدګر د هویت په اړه هم څه ویل شوي. د جرمني خبري اژانس په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې ټپیان په یوه ځایي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.








