د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې د غزې اوسنی وضعیت یوازې یو بشري بحران نه، بلکې یو ژور اخلاقي ناورین دی، چې وجدان لړزوي. هغه ویلي، که چیرې د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند رامنځته شي، نو ملګري ملتونه چمتو دي چې له دغه فرصت څخه د بشري مرستو د پراخ لېږد لپاره ګټه واخلي. ګوترېش ټینګار کړی چې ملګري ملتونه به د غزې د ناورین د پای ته رسېدو لپاره خپلو هڅو او خبرو ته دوام ورکړي.








