د بېپولې ډاکټرانو، د ماشومانو د ژغورنې سازمان او اکسفام په شمول ۱۰۹ نړۍوالو مرستندویه سازمانونو او د بشري حقونو ډلو په غزه کې د سختې لوږې او پراخه قحطۍ خبرداری ورکړی دی. دوی ویلي، همکاران یې او هغه خلک چې دوی یې خدمت کوي ورو، ورو له منځه تلونکي دي. دې بنسټونو له حکومتونو د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده. هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې په غزه کې باید سملاسي او تلپاتې اوربند وشي او د بشري مرستو د لېږد په برخه کې ټول خنډونه لېرې کړل شي. یادو سازمانونو او ډلو د اسراییلي رژیم کلابندي، چې د ګډوډۍ، لوږې او مړینې لپاره یې شرایط برابر کړي، غندلې او ویلي یې دي، چې خواړه، پاکې اوبه او روغتیايي توکي د سختو محدودیتونو له امله اړمنو خلکو ته نشي رسېدای.








