د افغانستان د کورني کرکټ شپږېزې لیګ سیالیو په لړ کې نن هم دوه لوبې ترسره کیږي. سهار مهال لومړۍ لوبه د امو نهنګانو او سپین غر بازانو ترمنځ ترسره کیږي. دویمه لوبه ماسپښین مهال د بست ساتونکو او بند امیر ښامارانو ترمنځ ترسره کيږي. د یادولو وړ ده، چې د شپږیزې لیګ لسم پړاو سیالۍ د همدې اونۍ په سر کې پيل او د اګست تر لومړۍ نیټې پورې به دوام دوام وکړي.







