د افغانستان د کورني کرکټ شپږېزې لیګ سیالیو په لړ کې نن یکشنبه دوه لوبې ترسره کیږي. لومړۍ لوبه چې د سهار په نهو بجو پیلیږي، د بند امیر ښامارانو او مس عینک اتلانو ترمنځ ده. دویمه لوبه چې له غرمې وروسته پیلېږي. د بوست ساتونکو او سپین غر پړانګانو ترمنځ ده. د شپږیزې لیګ لسم پړاو سیالیو پیل پرون شنبه وشو چې په لومړنیو دوو لوبو کې یې مسک عینک سپین غر او امو نهنګانو بیا د بست ساتونکو ته ماته ورکړه. د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ د اګست تر لومړۍ نیټې دوام کوي او هره ورځ په کې دوه-دوه لوبې ترسرهکیږي.







