د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د شنبې په ورځ په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په سوېدا ښار کې له ۷ ورځنۍ جګړې وروسته د مړو شمېر ۹۴۰ ته لوړ شوی دی. دې سازمان ویلي، چې د سوېدا په لوېدیځو سیمو کې جګړې یو ځل بیا زور اخيستی او د اوربند د بشپړ ماتېدو او د تاوتریخوالي د بیا پیلېدو احتمال شتون لري. د سوریې ولسمشر احمد الشرع په سوېدا کې د عربو مسلمانو قبایلو او د دروزي اقلیت ترمنځ اوربند اعلان کړی، خو د فرانسې خبري اژانس په ښار کې د نویو نښتو راپور ورکړی او رویټرز هم لیکلي، چې اوربند له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.








