په بریتانیا کې د نهو سیاسي ګوندونو ۸۴ غړو، چې پکې د پارلمان استازي او د ګوندونو مشران شامل دي، د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي ته یو پرانیستی لیک استولی دی. دوی په دغه لیک کې غوښتنه کړې چې پر اسراییل دې پراخ بندیزونه ولګول شي، ځکه اسراییل له نړیوالو قوانینو څخه په دوامدار ډول سرغړونه کوي. دوی وړاندیز کړی چې تر هغه پورې دې له اسراییل سره سوداګریز تړونونه وځنډول شي، څو چې یې کړنې د نړیوالو اصولو مطابق نه وي شوې. دوی همداراز د وسلو د لیږد بندېدو، د غیرقانوني مېشتځایونو سره د سوداګرۍ درولو، او د غزې جګړه کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه کړې.








