د سمنګان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ناروې په مالي مرسته د ۱۱ پراختیایي او رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي. سرچینې ویلي، چې د دغو پراختیایي پروژو چارې پرون چهارشنبه، د چنګاښ په ۱۸مه د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالي اړوند کلیو کې پیل شوې دي. د ځايي چارواکو په خبره دا پروژې چې ۱۱ میلیونه ۲۴۲زره افغانۍ لګښت پرې کېږي، د ناروې په مالي مرسته د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالي په کلیو کې جوړېږي. په دې پروژو کې د ۷.۶ کیلومتره سړکونو ترمیم او جغل اچول، د ۱۸متره استنادي دیوالونو جوړول، د اوبو شبکې ترمیم، د څلورو بندونو جوړول، د فلټریشن سېسټم سره د کیندل شوي زیرمې جوړول، د ۱۸۸ متره کرنیزو اوبو کانالونو جوړول او نورې برخې شاملې دي.







