د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ابو او انرژي وزارت له لوري د څه باندې ۲۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نهرسراج کانال د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د یادې پروژې پرانیستې مراسمو ته د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د علماوو شورا رییس مولوي محمداسماعیل او ګڼشمېر نورو چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو. د یاد وزارت سرپرست عبدالطیف منصور وویل: «دا د خوښۍ ځای دی چې زموږ ولسونو ته د کرنې په برخه کې ستر خدمت تر سره کېږي. هغه زیاته کړه، چې د دې کانال له لارې به خلک د اوبو له اسانتیاوو برخمن شي او د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي کې به ستر بدلون راشي.







