د پروان په مرکز چاریکارو ښار کې د افغاني تولیداتو، کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون د پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د پروان ولایت کرنیز محصولات، کورني تولیدات او د ښځینه وو لاسي صنایعو ۶۰ غرفې نندارې ته وړاندې شوې دي. د پروان ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس سید ایمل نیکمل اغا له ټولو پانګهوالو وغوښتل چې د هېواد دننه پانګونه وکړي، څو افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا پر لور ګام واخلي. د پروان ولایتي مسوولین وايي، چې کورني تولیدات نه یوازې د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابروي، بلکې د هېواد د صادراتو دروازې هم پرانیزي.








