د خوست په رحمت ولي مسرور ملي کرکټ لوبغالي کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ننداره چیانو د ناستې ۷ زره نویو څوکيو د جوړولو چارې پیل شوې. د یاد ولایت د کرکټ امر احسانالله ولي مسرور وايي، چې دا پروژه د افغانستان کرکټ بورډ له خوا تمویلېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د یاد لوبغالي د ناستې څوکيو شمېر له ۸ زره څخه ۱۵ زره ته لوړ شي. نوموړي زیاته کړې، چې دا ګام د خوست د ځوانانو د کرکټ سره د ژورې مینې یوه نښه ده، او ټینګار یې کړی چې په راتلونکي کې به نورې پراختیايي چارې هم تر سره شي څو ځوانان وکولای شي په مناسب چاپېریال کې د کرکټ لوبه وکړي.







