د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا لهخوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د یې د نړۍوالو اصولو خلاف عمل بللی دی. ښاغلي کرزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه ډول بریدونه د سولې روحیې سره په ټکر کې دي. نوموړي ویلي، ټول هېوادونه، په ځانګړي ډول ځواکمن هېوادونه، باید د ملګرو ملتونو اصولو، نړۍوالو تړونونو او قانون ته درناوی وکړي. کرزي دا برید له ایران سره د دښمنۍ، جګړې د پراخېدو او د سیمې د بېثباتۍ لامل بللی دی. کرزي ویلي، د ایران د اټومي پروګرام په اړه هر ډول ستونزه باید د خبرو، تفاهم او نړۍوالو اصولو له لارې حل شي، نه د زور او جګړې له لارې. نوموړي له امریکا او نورو ښکېلو خواوو غوښتي چې د جګړې پر ځای دې د سولې او ډېپلوماسۍ لاره غوره کړي.







