په کابل کې د پاکستان سفارت د موټر چلوونکو افغانانو او ټرانسپورتي کارکوونکو لپاره د یاد هېواد د وېزې ارزانه کولو خبر ورکړی دی. د پاکستان سفارت ویلي چې د ویزې فیس ۱۰۰ ډالره، خو پاسپورټ، پېژندپاڼه، د ټرانسپورټي شرکت کارټ او د موټر چلولو لایسنس یې اړین اسناد ښودلي دي.








